د کرنې وزير د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مسوولې سره په کتنه کې: د معيشت بديل برنامو د ښه پلي کېدو په پار خبرې وکړې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۶:۲۰
د کرنې وزير د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مسوولې سره په کتنه کې: د معيشت بديل برنامو د ښه پلي کېدو په پار خبرې وکړې

۲۷ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د خپل کار په دفتر کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مسوولې انوبا سود«Anubha sood» سره وکتل.
په دې ليدنه کې دواړو خواوو د معيشت بديل برنامو د ښه پلي کېدو او د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټيټولو په هکله خبرې وکړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مسوولې انوبا سود، دکرنې وزير ته د خپلو برنامو او فعاليتونو په هکله مالومات ور کړل.
مېرمن سود وويل: «دکرنې او معيشت بديل په برخه کې کارکوو او يوشمېر ادارو سره همغږي لرو، دغه راز پلان لرو چې د کرنيز ځنځيري ارزښت په برخه کې هم کار وکو او بزګرانو ته دا فرصت ورکړو چې د بزګرانو په غوښتنه خپلې پروژې برنامه ريزي او په همدې بنسټ خپلې پروژې پلي کړو او دغه راز د وړتيالوړونې په برخه کې کار وکو.»
وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير وويل: «د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې له خوا د معيشت بديل په برخه کې د کرنې د ودې او کليوالي پراختيا پروژه، «CBARD» دکرنې په وزارت کې کار کوي او دغه راز په دې برخه کې نور فعاليتونه هم لرو، اړتياده چې ددې برخې ټول فعاليتونه تر يو چتر لاندې فعاليت وکړي.»
ښاغلی احدي د ملګرو ملتونو جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې مشرې څخه و غوښتل، چې د خپل څلور کلن فعاليتونو يو راپور ترتيب او ورته يې وړاندې کړي ترڅو د راتلونکو کارونو مؤثریت ښه شي.
په دې غونډه کې، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري هم شتون درلود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت