عصري ممیزخونو سره د بڼوالو د ممیزو کیفیت او بیې لوړې شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۵:۳۳
عصري ممیزخونو سره د بڼوالو د ممیزو کیفیت او بیې لوړې شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکتوري پروژه (HVCDSP) په هېواد کې د خپلو نورو فعالیتونو تر څنګ انګورو بڼوالو لپاره د ممیزخونو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کوي.
په هېواد کې معیاري او عصري ممیزخونې د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړول او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړېږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کېږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.
په هېواد کې د انګورو ډېر بڼونه دي، چې هر کال له دې بڼونو څخه زرګونه ټنه انګور راټولېږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیزخونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.
په همدې موخه دکرنې وزارت د نورو فعالیتونو ترڅنګ بڼوالو لپاره عصري ممیزخونې جوړې کړي دي، چې د دودیزو هغو په پرتله ددغو ممیزخونو د ممیزو کیفیت ښه او ډېر پېرېدونکي لري.
بڼوال هم وایي کوم ممیز چې، دوی یې په عصري ممیز خونو کې تولیدوي په بازارونو کې یې بیې تر دودیزو هغو چې، دویي په دودیزه بڼه تولیدوي دوه چنده ده.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې «HVCDSP» له عصري ممیزخونو څخه یوتن برخمن شوی بڼوال د کابل د قره باغ ولسوالۍ د علر کلي اوسیدونکی فرهاد دی.
فرهاد، له کلونو راهیسي په پلارنۍ ځمکه کې د انګورو د یو لوی بڼ پالنه کوي او له همدې لاري خپل کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کوي. فرهاد او د هغه په ګاونډ کې نور بڼوال له کلونو را پدېخوا د عصري ممیزخونې له نه شتون سره مخ و او د خپلو انګورو د وچولو لپاره له غیر معیاري لارو چارو څخه ګټه پورته کول، خو سږ کال د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې «HVCDSP» له خوا نوموړي ته یو باب عصري ممیز خونه په معیاري ډول جوړه شوه، چې تر ډېره بریده ورته د انګورو وچول آسانه او معیاري شول. فرهاد اوس انګور د ځمکي په سر نه بلکه په یوه معیاري ممیز خونه کې وچوي او له هغه وروسته یې په بازار کې په مناسبه بیه خرڅوي. فرهاد او د هغه په ګاونډ کې نور بڼوال له کلونو راهیسي د انګورو د وچولو په برخه کې خورا ډېرې ستونزې لرلې، لکه څرنګه چې پخوا د هغوی د ممیزو حاصلات له یوه پلوه د روغتیا له خوا د ډاډ وړ نه وه او له بلې خوا په بازار کې په ښه بیه نه خرڅېدل دا ځکه چې د انګورو ټول حاصلات په غیر معیاري توګه وچېدل.
نوموړی د یادې ممیز خونې په اړه داسې وایي «پخوا به موږ انګور د وچولو په پار په آزاده فضا کې په ځمکه اچول، چې خاورې به ورسره ګډېدلې، کله کله به د باران اورېدلو پر مهال انګور خوسا کېدل او همدارنګه نورو مضره موادو به د ممیزو خوند او کیفیت خراب کړ، خو سږ کال د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکتوري پروژې له خوا یو باب ممیز خونه په عصري او معیاري ډول را ته جوړه شوه، چې د ۱۷ ورځو په موده کې له ۱۲ تر ۱۴ ټنه انګور په معیاري او پاک ډول وچوي. همدارنګه د ممیز خونې د ممیزو کیفیت هم خورا ښه ده او په بازار کې په لوړبیه پلورل کېږي.» فرهاد زیاته کړه «زه او زموږ په کلي کې نور بڼوال له کلونو راهیسي له دې ستونزې سره لاس او ګریوان وو او د دې ستونزې د حل لپاره مو کافي امکانات نه درلودل خو له کله چې دا ممیز خونه را ته جوړه شوې نو د ممیزو کیفیت مو ښه شوی او همدارنګه د ممیزو حاصلات مو له صحي پلوه د ډاډ وړ شوي دي.»
باید وویل شي، چې
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه «HVCDSP»، چې د اسیایي پراختیايي بانک «ADB» له خوا تمویلېږي، دتېر یو کال په ترڅ کې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې لسګونه بابه عصري ممیز خونې جوړې کړې دي، چې له یوې خوا د بڼوالو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لامل شوې او له بلې خوا د کیفیت له پلوه ښه ممیز بازار ته وړاندې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت