د دايکندي له والي سره دکرنې وزير ليدنه: پر پلي شويو پروژو او راتلونکو برنامو خبرې اترې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۶:۴۱
دیدار وزیر زراعت با والی دایکندی: گفت‌وگو درباره‌ی پروژه‌های تطبیق شده و برنامه‌های آینده

۲۹مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفترکې د دايکندي له والي احمدضيا همدرد سره وکتل. په دې ليدنه کې دواړو خواوو د دايکندي په ولايت کې پر پلي شويو پروژو او راتلونکو برنامو خبرې وکړې.
په دې ليدنه کې د دايکندي والي په دې ولايت کې دکرنې وزارت له کړنو مننه وکړه او په دې ولايت کې پلي شوي پروژې له ډلې دکرنيزو محصولاتو مديريت پروژې لکه دمڼو سړې خونې او دکچالو زېرمتونونه ددې ولايت دبڼوالو او بزګرانو اقتصادي ودې په پار اغېزناکې وبللې.د دايکندي والي وويل، چې دايکندي کې پراختيايي چارې لږې ترسره شوي دي، هغه په دې ولايت کې دبادامو دبڼوالۍ دپراختيا او د دخترشاه مڼو په برخو کې دپانکونې غوښتنه وکړه او دغه راز په دې ولايت کې دکب روزنې، شاتومچيو او چرګانو روزنې برخوته دپاملرنې غوښتنه هم وکړه.
هغه دغه راز وويل، ددې لپاره چې د بڼوالۍ اومالدارۍ پروژه ختمه شوې ده، خلک اړتيالري چې داتشه دې نورې پروژې ډکه کړي.
وروسته دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي وويل، چې دکرنې وزارت له خوا دبادامو ملي طرحه جوړه شوې ده او عالي اقتصادي شوراته وړاندې شوې ده، چې له تاييد، منظورۍ او پړاوونو له بشپړېدو وروسته به پلي شي، چې د دايکندي ولايت هم په کې شامل دی.
ښاغلی احدي وويل، چې دکرنې وزارت دبڼوالۍ برخې ته ځانګړه پاملرنه کوي ترڅو دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې بديل رامنځته او داتشه ډکه کړي.
دکرنې وزير دغه راز وويل، چې امکاناتوته په کتو دنورو ولايتونو په څېر په دايکندي کې هم په بېلابېلو برخوکې کار کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت