د میدان وردګو ولایت سیداباد کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۱۹
د میدان وردګو ولایت سیداباد کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ان.سي.اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د سیداباد ولسوالی یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه مرسته د سیداباد ولسوالی د شیخ اباد او تنګي به سیمو کې ترسره شوې ده، چې په ترڅ کې یې پر ۵۰ بڼوالو د بڼوالۍ اړین توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بڼوال ته د نباتي درملو شیندنې ماشین، د ښاخبرۍ وړه قیچې، بېلچه، د درمل شیندنې ځانګړې جامې، موزې، د خشاوې لور او دستکشې وېشل شوي دي.
 ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت