سرپل کې د زعفرانو ګل لومړنۍ جشنواره پرانیستل شوه

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۱۳:۱۸
سرپل کې د زعفرانو ګل لومړنۍ جشنواره پرانیستل شوه


۷ لېندۍ ۱۳۹۸
سرپل کې د زعفرانو لومړنۍ جشنواره پرون پرانیستل شوه. په دې جشنواره کې د سرپل والي عبدالقادر آشنا، په ملي او ولایتي شوراکي د خلکو استازي، د دولتي ادارو رییسانو، مېرمنې او ځوانان ګډون درلود.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا وویل: «ددې غونډې ټولو ګډونوالو او زعفران کارانو ته د زعفرانو ګل د لومړنۍ جشنوارې مبارکي وایم. سرپل ولایت د ښه هوا او اوبو په درلودو سره په هېواد کې د زعفرانو د تولید په برخه کې درېیم ځای لري.»
د سرپل والي وویل:«ددې ترڅنګ چې د زعفرانو کرکېله بزګرانو لپاره د عوایدو ښه سرچینه ده، سلګونو نارینه او ښځینه و ته د کار زمینه هم برابروي.»
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسلیم رنجبر دغه اراز وویل: «روان کال د سرپل په ۶۰ جریبه ځمکه کې د زعفرانو کرکېله شوې وه او په وروستیو پنځو کلونو کې کابو ۷۰ کیلو ګرامه زعفران تر لاسه شوي دي.»

ښاغلي رنجبر وویل، چې په سرپل ولایت کې د تېرکال په پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د سرپل د کرنې رییس وویل، چې یاده جشنواره زعفرانو کرکېلي ته د بزګرانو د هڅولو په پار په لاره اچول شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت