د کندهار معروف کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوم لیکنه پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۹:۵۹
د کندهار معروف کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوم لیکنه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په معروف ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او. ایچ. ډبلیو) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د نوم لیکنې دویمه لړۍ پیل شوه. د دې پروسې تر بشپړېدو وروسته به زر غریبو او اړمنو بزګرانو ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو توره سره مرسته ورکړل شي.
د نوم لیکنې لړۍ د معروف ولسوالی د کرنې او مالدارۍ استازو، امنیه قومندانۍ، استخباراتو او د کلیو استازو په څارنه کې ترسره کېږي، چې پکې هغه بزګران شامل دي چې له ۲ تر ۵ جریبه ځمکه لري، اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او د تخم او کیمیاوي سرې پیرلو توان نه لري.
د دې مرستې موخه په کندهار کې د اصلاح شویو تخمونو دودول، د بزګرانو ملاتړ او له کمو ځمکو څخه د لوړ حاصلاتو ترلاسه کول دي.
یادونې وړ ده، چې ورته نوم لیکنې لړۍ تېره ورځ په سپین بولدک ولسوالی کې هم پیل شوې وه، چې د هغې په ترڅ کې به له ۹۹۱ اړمنو بزګرانو سره مرسته وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

کندهار کې د کروندو خوندیتوب په پارهڅې؛ ۳۵۰ ډوله بوټي درمل شوي

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټې ژغورنې مدیریت تر رهبرۍ لاندې، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېل ډوله بوټي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۵ مالي کال د طرحې د ترتیب په پار د همغږۍ غونډه دایره شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د طرحې د ترتیب او تنظیم په موخه، تخنیکي او د همغږۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د بلخ چمتال ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چمتال ولسوالی ۱۲۴ بڼوالو سره دکرنیزو توکو او. . .

بازگشت