د کندهار دامان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې ووېشل شوې 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۰:۵۲
د کندهار دامان کې پر لسګونو مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې ووېشل شوې  ۱۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش ۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالی پر ۲۹۱ مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې وېشلي. د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یادو مالدارانو ته د څارویو حیواني خوراکي توکو او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده چې په تعقیب یې یادو مالدارانو سره د اړینو توکیو مرسته هم ترسره شوه.

دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دامان ولسوالی پر ۲۹۱ مالدارانو د مالدارۍ کڅوړې وېشلي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یادو مالدارانو ته د څارویو حیواني خوراکي توکو او د حیواني ناروغیو مخنیوی په اړه روزنه هم ورکړل شوې ده چې په تعقیب یې یادو مالدارانو سره د اړینو توکیو مرسته هم ترسره شوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر یوه تن ته د شېدو یو عدد سطل، د شېدو د ساتلو ډبه، د شېدو لوټه، د شېدو فلتر او د څارویو د تقویې لپاره منرالي خښتې ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د مستحقو کورنیو د سروې لړۍ د یو ګډ پلاوي لخوا مخکې  ترسره شوې ده.
دکندهار کې د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي ترڅو ددوی په کرنیز او مالدارۍ اقتصاد کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت