لغمان کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکز جوړ شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۱۷
لغمان کې لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه د شېدو ټولولو مرکز جوړ شو

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت دعلینګار ولسوالۍ سنګرسیمه کې د شېدو ټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دیاد مرکز د لغمان دکرنې ریاست دمالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټرجوادالله علیزاده دعلینګار ولسوالی دکرنیزوچارو مدیر محمدشریف ایوبي او د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو.
  د شېدو ټولولو یاد مرکز ته دهالینډ کمیټې له لوري د شیدو راټولولو لوښي، دیخچال ماشین د وزن کولو تله او یو شمېر نور اړینو وسایلو مرسته وشوه.
د یادو مرکزونو جوړولو څخه موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، حیواني محصولاتو ته بازار موندنه، کاري فرصتونو برابرول او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت