د ننګرهار کانال کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۲۰
د ننګرهار کانال کې د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وايي، چې سږ کال ددې شرکت  د غنمو د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله لوړ شوې، چې څه باندې ۱۳ زره ټنو ته رسېږي.
د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوی غلام رحمن کظیم وویل، چې سږکال دننګرهار کانال پر زرګونه جریبه ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۱۳ زره ټنه د غنمو حاصلات تر لاسه شوي دي.
د ښاغلي کظیم په خبره اوس مهال سلګونه تنه په یاد کانال کې د غنمو پر کښت او کار بوخت دي.
د کانال ریاست هڅه کوی، چې په ننګرهار کې د غنمو کښت لا پراخ شي او د غنمو له اړخه د ننګرهار د ځان بسیاینې ترڅنګ، نورو ولایتونو ته هم غنم صادر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت