نورستان کې د جوارو ۷ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۲۰

۲۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت د کامدېش، وانت وایګل او نورګرام ولسوالیو کې د هایبرید جوارو۷ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د جوارو هایبرید تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د دغو توکو د وېش پر مهال د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې ددې ولایت ۷ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته، څلور کیلوګرامه د جوارو هایبرید تخم، ۳۰ کیلو ګر امه توره  سره ،۴۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوي دي.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکو وویل، چې ددې ننداریزو قطعو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې سیمه ییزو جوارو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو قطعو اهمیت په ډاګه کوي، چې کروندګر په راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
په ورته وخت کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وخوده، چې ورته د هایبرید جوارو ننداریزې قطعې جوړیږي، دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت