پکتیا کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۲:۴۸
پکتیا کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې د غنمو اصلاح شوي تخمونو شرکتونو استاز له لورې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د کروندې ورځ لمانځلو کې د همکارۍ  له امله د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې څخه دمننې ترڅنګ ددې ورځې پر ارزښت خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمی وویل، چې د پکتیا کرنې ریاست په څېړنیز مرکز کې د غلو دانو پر بېلابېلو ډولونو څیړنې کوي، چې ترټولو عمده برخه یې د غنمو د اصلاح برخه ده. هغه زیاته کړه موږ هڅه کوو دغه برخه پیاوړي کړو، ترڅو وکولای شو بزګرانو ته په معیار برابر اصلاح شوي تخمونه تولید کړو.
د پکتیا د کرنې رییس داصلاح شوي تخمونو خصوصي شرکتونو ته وویل، چې د اصلاح شوي تخمونو ترویج په برخه کې په پوره اخلاص کوټلي ګامونه واخلي.
دغه راز یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مسؤولینو څخه د اصلاح شوي تخمونو پر بزګرانو د وېش د زیاتوالې غوښتنه هم وکړه .
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل عزت الله شیرزاد وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په ټولو زونونو کې څېړنیز مرکزونه تمویل او د مورنې تخمونو په تولید کې رغنده رول لوبولې دي. ښاغلي شیرزاد زیاته کړه، چې دوی هر کال زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه ویشې، چې د راتلونکي کښت لپاره به تردې هم زیاتو مستحقو بزګرانو ته ووېشل شي.
د لمانځغونډی په پای کې د بزګرانو ستونزی او وړاندیزونه د پکتیا ولایت دکرنې ریاست سره شریک او د یاد ریاست له مسئول لخوا د همکاریو ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت