د هلمند ناوه کې د عمومي بڼ د بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۲:۳۸
د هلمند ناوه کې د عمومي بڼ د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې د کرنې ریاست اړوند د عمومي بڼ د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
په یادو رغنیزو چارو کې د یاد بڼ د هرزه وښو مخنیوی او سړکونو رغول شامل دي، چې په دې سره به په یاد بڼ کې د نیالګیو رشد او نمو ګړندۍ شي.
 ناوې ولسوالی کې د عمومي بڼ چې پکې مېوه لرونکي بڼونه، تاسیسات او کرنیزه ځمکه شتون لري، د کرنې ادارې لخوا پکې د یادې ولسوالی د ځمکوالو لپاره بېلابېلې کرنیزې چارې سرته رسول کېږي، چې په رغولو سره به یې ددې ریاست په فعالیتونو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د یاد بڼ د اوبو لګولو سیسټم او د اوبو ویشنې  ١٥ بابه دروازې هم رغول شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت