هلمند کې د غنمو  اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۱۵
هلمند کې د غنمو  اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه 

هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په دوام، دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست لخوا، سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو  امریت د مسلکي مامورینو له لوري ناوې، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې، ددولتي تصدۍ ٣٠٠٠ جریبه ځمکه، دکندهار دولتي تصدۍ چې هلمند کې یې کرنه ترسره کړې وه ٤٢٠ جریبه ځمکې او د قدرت سمیع  اصلاح شویو تخمونو شرکت د غنمو له ١٤ جریبه کروندو څخه لیدنه وشوه.
دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت  مامورینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې ددویم پړاو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښؤنې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت