هلمند کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کروندو څخه څارنه وشوه

هلمند کې د اصلاح شویو تخمونو د کروندو د څارنې په دوام، دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست لخوا، سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو امریت د مسلکي مامورینو له لوري ناوې، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې، ددولتي تصدۍ ٣٠٠٠ جریبه ځمکه، دکندهار دولتي تصدۍ چې هلمند کې یې کرنه ترسره کړې وه ٤٢٠ جریبه ځمکې او د قدرت سمیع اصلاح شویو تخمونو شرکت د غنمو له ١٤ جریبه کروندو څخه لیدنه وشوه.
دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو آمریت مامورینو لخوا دغو بزګرو ته د څارنې ددویم پړاو پر مهال په بېلابېلو برخو کې د ښو تخمونو لاسته راوړلو په موخه لازمې لارښؤنې وشوې.