کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۱:۰
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

۱۹ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي فضل الباري فضلی په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې دکندهار دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي فضل الباري فضلي لارښوونکې وینا ترڅنګ د پلي شویو چارو ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې، د یوشمېر عاریضونو عریضې او دوسیې و څېړل شول او ترڅنګ یې د ځمکې غصب مخنیوی کمېسیون ته د موضوع راجع کولو څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشې، دغه راز د کندهار ولایت د بولدک ولسوالی د ډبرو سکرو لپاره د ۱۵۰۰ امارتي ځمکې د تصفیې چارې د بشپړولو په موخه بحث او د نظرونه تبادله وشوه، په دې غونډه کې همداراز د متصرفه ځمکو د اجاره ورکولو په اړه هم خبرې وشوې.
 وروستیو کي تخنیکي پلاوي د یوشمېر مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدې او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازم اجرائت ترسره شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت