لغمان کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار د بادامو قوریه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۰:۱۶
لغمان کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار د بادامو قوریه جوړېږي

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام حکیم آباد کلي کې د بادامو څلور جریبه قوریه جوړوي.
د چارواکو په خبره په دې قوریه کې د بادامو ۷۳۶ کیلو ګرامه تخم کرل کېږي، چې له دغو تخمونو څخه به ۳۰۰ زره د بادامو نیالګي ترلاسه شي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د لغمان ولایت په اتو سیمو ( عليشنګ، مېل دره او ماسموت، کردي سالاب، مرکز مهترلام کرنج، حکيم اباد، ګلارام، قرغه يي اميبړ او الیاس خيلو) څړځايونو کې د وحشي رشقې پنځه زره کيلو ګرامه تخم هم د ټولنې پر مټ کرل شوي دي.
باید وویل شي، چې د لغمان دکرنې ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ ددې ولایت د ځنګلونو او څړځایونو د بیارغونې په پار پنځه کلن فعالیتونه پلان کړي دي، چې په پلي کولو سره یې ددې ولایت ځنګلونه او څړځایونه رغول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت