هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۹:۵۱
هلمند کې د شنوخونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې

هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند ولایت د اوسیدونکو د خولې خبره ده، چې پخوا به د ژمي په موسم کې یې له نورو ولایتونو او ان له بهره سابه او ترکاري واردول خو اوس د شنوخونو له برکته ددې ترڅنګ، چې دغه واردات بند شوي دي دوی نورو ولایتونو ته صادرات هم لري.
هلمندیان وایي، خوشاله په دي چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ  كورونو ته وړي.د هلمند ګڼ شمېر او سیدونکي خوشاله دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی. 
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دمګړۍ د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ ددې ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې هم د کرنې ریاست او خصوصي سکټور له خوا شنې خونې جوړې شوي دي او ترڅنګ یې سږکال هم دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې په دې ولایت کې یوشمېر شنې خونې جوړېږي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت