هلمند کې ٢٠ متریک ټنه اصلاح شویو تخمونو ته دکرنې تائید لیکونه ورکړل شو 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۰:۵۷
هلمند کې ٢٠ متریک ټنه اصلاح شویو تخمونو ته دکرنې تائید لیکونه ورکړل شو 

۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د سوېل لویدیځ زون د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ورکولو امریت اړوند د لابراتوار عمومي مدیریت له خوا د پسرلنیو  نباتاتو ٢٠ متریک ټنه تخمونو ته د اصلاح شویو تخمونو په نوم تائید او تصدیق ورکړل شو.
د یادو تخمونو په ترکیب کې د جوارو، پنبې او بینډیو تخمونه شامل، دي چې د لابراتواري تجزیې وروسته ور ته د تصدیق او تائید لیکونه ورکړل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د سوېل لویدیځ زون په کچه هغو تخمونو ته تائید لیکونه ورکړي، چې د سوېل لویدیځ زون د  ولایتونو له چاپېریال سره توافق ولري او د ناروغیو څخه پاک وي تر څو د ګاونډیو هېوادونو  د بې کیفیته تخمونو څخه خلاص او کرونده ګر پر ځان بسیاشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت