د ننګرهار دکرنې رییس د شیشم باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۲:۳۷
د ننګرهار دکرنې رییس د شیشم باغ څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په شیشم باغ څېړنیز فارم کې د شته تجروبو او جوارو پاک کارۍ چارو  څخه لیدنه و کړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د څېړنیز فارم مسؤل شکیب عطایي د شیشم باغ فارم د غله جاتو د ۲۳ تجروبو او نور اړونده تجروبو په برخه کرنې رییس ته معلومات وړاندې کړ.
دغه راز عطایي په څېړنیز فارم کې شته ستونزو او لاسته راوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړ.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په څېړنیز فارم کې د روانو فعالیتونو څخه خوښي وښوده او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د ننګرهار شیشم باغ څېړنیز فارم چې ۵۰ جریبه ځمکه لري هر کال د غلو دانو،سبو، پلي داره نباتاتو، تېلي او صنعتي نباتاتو په برخه کې سلګونه تجروبي ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت