د پکتیکا دکرنې رییس د کډوالۍ نړیوالې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۲:۶
د پکتیکا دکرنې رییس د کډوالۍ نړیوالې ادارې له چارواکو سره وکتل

۱ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر محمد ذبیح د خپل کار په دفتر کې د کډوالۍ نړیوالۍ ادارې «آی او ام» له  سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې ددې ولایت دکرنې پر پراختیا او د بزګرانو پر ملاتړ خبرې اترې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې سیمه ییزو چارواکو دکرنې او مالدارۍ په برخه کې ددې ادارې د فعالیتونو او پلانونو په هکله د پکتیکا دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل.
یادو چارواکو د پکتیکا دکرنې رییس سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د پکتیکا بزګرانو لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.
په همدې حال کې د پکتیکا دکرنې رییس د کډوالۍ نړیوالې ادارې له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ دوی سره د هرراز همکاریو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت