هلمند کې د انګورو عصري بڼوالۍ دودولو په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۱:۳۵
هلمند کې د انګورو عصري بڼوالۍ دودولو په پار هڅې

٣٠ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت کې دعصري بڼوالۍ د پراختیا په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست د هلوځلو په دوام،  ددې ولایت د مارجې په ولسوالی کې پنځه بابه بڼونو ته  د «ټي ټریلس» په سیسټم د انګوري بڼونو پایې نصب شوي دي.
دغه پروسه د مارجې ولسوالی د کرنیزو چوپړونو مدیریت له لوري د افغان کډوالو سره د ډنمارک کمیټې په مالي مرسته ترسره شوې ده، چې د انګورو په حاصلاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالی راشي.
په دې برنامه کې د کرنې ریاست له خوا د سیمې  بڼوالو ته د نویو جوړیدونکو بڼو لپاره د  نقشې، ډیزاین او همدا رنګه د (ټي ټریلس) په سیستم د انګوري بڼونو جوړولو لارې چارې په عملي بڼه ښودل شوي دي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د محصولاتو د اصلاح او ځواکمنتیا په پار بڼوالو او بزګرانو لپاره بېلابېلې برنامې په پام کې نیولي دي تر څو د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت