د ننګرهار لعلپور کې د کانال او سربند جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۹:۵۸
د ننګرهار لعلپور کې د کانال او سربند جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ پروژې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د لعلپورې په ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د لعلپورې په ولسوالی کې د ٧٣زره او٤٠٠ ډالرو په ارزښت د یو  کانال او سربند د جوړیدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې په دې پروژه کې د ۲۰۵ مترو په اوږدوالي کانال ، ۱۰۰ متره استنادي دېوال جوړ شوي او دغه راز  ۱۷۵متره د کانال سر پت شوي او د دوه متره او ۳۰ سانتي مترو په پېړوالې د تیږو فرش لګول شوي او دوه عدده د اوبو کنټرول دروازې هم پکې جوړ شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره ۱۵۰۰جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او ٥٠٠ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي او ترڅنګ یې زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
د مولوی عبدالستار محمد په خبره  ددې پروژې په رغینزو چارو کې ٣٥  تر ٤٠ فني او غیر فني کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 باید وویل شي، چې د سولې بنسټ پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ، شنوخونو جوړولو، کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوی کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت