ننګرهار کې د اوبولګولو د پروژو په پلي کولو سره ۵۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۰:۵۲
ننګرهار کې د اوبولګولو د پروژو په پلي کولو سره ۵۰۰ کسانو ته دکار زمینه برابره شوه

۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په  سرخ رود ولسوالی کې د اوبولګولو د پروژو په پلي کولو سره ۵۰۰ تنو  ته د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په سرخ رود ولسوالی کې ۵۰۰ تنه کار کوونکي په خپلو  سیمو کې د کاریزونو پاکولو، چیک ډیمونو، تراسونو او واټر شیټونو جوړولو کې کار کوي؛  چې هر کار کوونکې ته به د ورځې ۵ ډالره ورځنۍ مزد ورکول کېږي.
 د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې کار څخه یې موخه د باراني اوبو زیرمه کول، د کاریزونو تانده کول او خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.
د اکسن ایډ مؤسسه ددې پروژو پلې کولو سربېره د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې د اصلاح شوي تخمونو،  حیوانې خوراکې او چرګانو واړه فارمونو په برخه کې دغریبو بزګرانو لاسنیوي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت