دهلمند خانشین کې کرونده ګرو ته زده کړې ورکول کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۱:۱۲
دهلمند خانشین کې کرونده ګرو ته زده کړې ورکول کېږي

 ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د خانشین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت کارکوونکو لخوا لسګونو بزګرو او بڼوالو ته روزنه ورکول کېږي 
د یادې روزنې په لړ کې د غنمو توره کي یا سیقاق او ژیړوالي کنترول او مخنیوي، د غنمو دتخمونو سره دقارج وژونکو ویتاواکس یا تیرام پوډر معامله کول، د بڼونو د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی،  د نایتروجن سپرې دجوړولو او کارولو د لارو چارو په اړه پوهاوی شامل دي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو ددې ولایت د مرکز لښکرګاه په ګدون د ګڼو ولسوالیو بزګرو ته د ښې کرکېلې او نباتي ناروغیو مخنیوی ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د خپلو فني او مسلکي کارمندانو په مټ عامه پوهاوی ورکړي ترڅو ددوی په حاصلاتو کې بهبود او نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی کې د غنمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

پکتیا کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو.
یاد پروګرام د ترتیب شوي پلان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو او ګل‌نیونې مرحله پیل شوه

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو، ګل‌ نیونې او ګل‌ رژېدني مرحله پیل. . .

بازگشت