د کانال رياست د مالدارۍ فارم د شيدې تولیدات ډېر شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۰:۵۲
د کانال رياست د مالدارۍ فارم د شيدې تولیدات ډېر شوي

 ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال رياست چارواکي وايي، چې ددې رياست اړوند د مالدارۍ فارم، د شیدې تولیدات زیات شوي. د دوی په خبره د یاد فارم د شدې تولیدات په ورځ کې تر ١٥٠ ليټره ډېر شوي دي. دغه فارم د ورځې لسګونه ليټره تازه شيدې توليدو او بازار ته وړاندې کوي. 
د چارواکو په خبره، یاد فارم چې د هډې فارم په ۱۷ جریبه ځمه کې جوړ شوی دی، په دغه فارم کې ٢٧٤ سره څاروي موجود دي، چې په کې غواګانې، خوسکیان او غوایان ... شتون لري، چې له ډلې غواګانو څخه هره ورځ ۳۰۰ لیټره تازه شېدې ترلاسه او د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کېږي.
 اوسمهال په دغه فارم کې بېلابېل فعالیتونه روان دي، چې په کې څلورګونو فارمونو کې شته بڼونو ته حېوانې سرې لېږل، د غوجلو پاکول، منظمه خوراک تهیه او نورې اړينې چارې شامل دي، چې ورسره په دې فارم کې لسګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۵
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، ددې ولایت د دایمیرداد ولسوالی کې د غنمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

پکتیا کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د لایم سلفر وقایوي پروګرام پیل شو.
یاد پروګرام د ترتیب شوي پلان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۲۷
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو او ګل‌نیونې مرحله پیل شوه

۱۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو د شنه کېدو، ګل‌ نیونې او ګل‌ رژېدني مرحله پیل. . .

بازگشت