د کرنې وزارت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۶:۳۱
د کرنې وزارت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱۵ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تدارکاتو ریاست او د کرنې په وزارت کې د قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې په تدارکاتي قراردادونو کې د روڼتیا، عدالت، چټکتیا او د بودجې د اغېزمنې استفادې د اصولو د تامین په موخه جوړه شوې وه، په کې دکرنې وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست د چارواکو له خوا د قراردادي شرکتونو د مسوولینو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل شول.
په دې غونډه کې په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د شرکتونو د لېوالتیا، په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د شرکتونو لپاره د آسانه شرایطو د رامنځته کولو، په تدارکاتي پروسو کې د شرکتونو د رقابت په موخه د تدارکاتي شرایطو په ساده کولو او د کرنې وزارت د تهیې او تدارکاتو ریاست او داوطلبو شرکتونو تر منځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې. 
په دې غونډه کې د کرنې وزارت چارواکو د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د کرنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي او هڅه به وکړي، چې له قانوني لارو یې حل کړي.
په دې غونډه کې دتهیې او تدارکاتو رییس مفتي عبدالرووف، د تخنیک او ترانسپورت رییس حافظ خلیل او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال سلاکار امین الله ځواکمل او د قراردادي شرکتونو مسوولینو ګډون درلود.

جلسه‌ی هماهنگی  وزارت زراعت با شرکت‌های قراردادی برگزار شد 
۱۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ی به منظور تقویت هماهنگی  میان ریاست‌ تهیه و تدارکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شرکت‌های قراردادی در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه که به هدف تامین اصول شفافیت، عدالت، سرعت و مصرف موثر بودیجه در قراردادهای تدارکاتی برگزار شده بود در آن مشکلات‌، پیشنهادات و نظریات مسوولان شرکت‌های قراردادی از سوی مسوولان ریاست تهیه و تدارکات وزارت زراعت استماع گردید.
در این جلسه همچنان چگونگی علاقمندی سازی شرکت‌ها به اشتراک در داوطلبی ها، ایجاد شرایط آسان برای شرکت‌ها جهت اشتراک در داوطلبی، آسان سازی شرطنامه‌های تدارکاتی جهت رقابت شرکت‌ها در پروسه‌های تدارکاتی و تقویت هماهنگی میان ریاست تهیه و تدارکات وزارت زراعت و شرکت‌های داوطلب به بحث گرفته شد.
در این جلسه مسوولان وزارت زراعت به مسوولان شرکت های قراردادی اطمینان دادند که مشکلات‌شان را به رهبری وزارت زراعت شریک ساخت و از مجراهای قانونی در جهت حل آن تلاش می نمایند.
این جلسه با حضور داشت مفتی عبدالروف رییس تهیه و تدارکات، حافظ خلیل رییس تخنیک و ترانسپورت  و امین الله زواکمل مشاور معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسوولان شرکت های قرار دادی  برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت