هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۱مه نوبتي غونډه دائره شوه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۲
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ۶۱مه نوبتي غونډه دائره شوه 

۱۳ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۶۱مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب سوو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ٦۱مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یاد پلاوي رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ د تخنیکي پلاوی نورو غړو هم حضور درلود، چې په یو لړ مهمو موضوعاتو یې بحث او خبرې وکړې. 
په یاده ناسته کې د پوهنې ریاست اړوند په ٢٢ سیمو کې د غصب شویو ځمکو په استرداد بحث او خبرې وشوې  او په اړه یې لازم تصمیم ونیول شو، ددې ترڅنګ د تخنیکي پلاوي لخوا په مرکز لښکرګاه کې د اداري ساحې په مربوطاتو کې د خپل سرو تصرفاتو، په غازي ایوب خان مېنه کې د سوداګریزو مارکېټونو او هستوګنو نمرو پر سر رامنځته شوې دعاوي په هر اړخیزه توګه وڅيړلې او اړوند ارګانونو ته یې په اړه مکتوبونه ولېږدول.
په یاده ناسته کې د باباجي ولسوالی اړوند ادې باغ، ګرمسیر ولسوالی، ناوې ولسوالی د سرې کلا سیمې، د نوزاد ولسوالی د رازدان او پایاب سیمو او مرکز لښکرګاه کې د اشخاصو او افرادو ترمنځ د اما/رتي ځمکو د ستونزو په اړه د اسنادو او سوابقو ارزونه وشوه او په اړه یې لازمې کړنې ترسره شوې.
د ناستې په وروستیو کې د ګڼو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شوې او هغوی ته یې د قانوني او اصولي کړنو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت