د قوش تېپې کانال د بیاکتنې کمېټې غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۱:۸
د قوش تېپې کانال د بیاکتنې کمېټې غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه

۵ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د قوش تېپې کانال د تخنیکي کمېټې د راپور ورکولو په موخه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د بهرنیو چارو، سوداګرۍ او صنایعو، کانونو او اوبو او انرژۍ وزارتونو د استازو په ګډون غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د یادو ادارو له استازو څخه وغوښتل، چې د خپل کاري سکټور له مخې د افغانستان په ګټه کار وکړي: «هر سکتور باید له خپلو پالیسیو څخه د افغانستان په ګټه کار واخلي، ځکه موږ ټول په یوه کښتۍ کې یو، ګټه او زیان یې موږ ټولو ته رسېږي.»
د قوش تېپې کانال څېړل، د اجارې له لارې د زیاتو کرنیزو ځمکو وېش، د اوبو ښه مدیریت او د ددې کانال د اړوندو برخو څیړل هغه مسایل دي، چې په دې غونډه کې پرې خبرې اترې وشوې.

جلسه کمیته بررسی کانال قوش تیپه در وزارت زراعت برگزار شد
۵ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت به منظور گزارش‌دهی کمیته تخنیکی بررسی کانال قوش تیپه با اشتراک نماینده‌گان وزارت‌های امور خارجه، صنعت تجارت، انرژی و آب و معادن دایرگردید.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این جلسه از نماینده گان ادارات خواست تا مطابق به بخش کاری خویش به نفع افغانستان تلاش نمایند:« هر سکتور باید از پالیسی‌های خود کار بگیرد تا به نفع افغانستان باشد چون همه ما در یک کشتی سوار هستیم که نفع و ضرر آن به همه ما است."
بررسی کانال قوش تیپه، توزیع زمین‌های بیشتر زراعتی از طریق اجاره، مدیریت بهتر آب و بررسی جوانب ذیدخل آن از مسایلی بوده که در این جلسه روی آن بحث شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت