پکتیا کې پر ۴۶۷ کورنیو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۳۷
پکتیا کې پر ۴۶۷ کورنیو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

۱۳ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال صندوق په مالي مرسته او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په همکارۍ ددې ولایت پر ۴۶۷ بیوزلو کورنیو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان لپاره د هالنډ کیمټې استازی سید کریم باور وویل، چې دغه متوازنه يا متراکمه خوراکه چې په ټولو خوراکې معياراتو جوړه شوې ده، د وړو څارويو په ځانګړي ډول د پسونو لپاره ورکول کېږي، چې موخه یې د پسونو د چاغښت دی.
 ښاغلی باور وویل چې په روحاني بابا ولسوالی کې ۱۷۱ کورنیو ته، په شواک کې ۲۲ کورنیو ته، په وزې ځدراڼ ولسوالی کې ۵۵ کورنیو ته، په احمد خېل ولسوالی کې ۶۳ کورنیو ته او ځاځي اريوب ولسوالی کې ۱۵۶ کورنیو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې پروګرام په لړ کې هرې کورنۍ ته ۸۷ کيلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي ورکړل شوي دي، چې درې پسونو ته دوه مياشتې کفايت کوي، د خوراکې په پیل کې پسه يا ورۍ تلل کېږي او بيا د نتيجې د لاسته راوړلو په خاطر همدغه پسه دوه  مياشتې وروسته بيا هم تلل کېږي. 
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت