پکتیا کې د اوبو مدیریت او ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱ - ۱۱:۳۷
پکتیا کې د اوبو مدیریت او ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا په پار هڅې

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ګردیز ښاروالۍ د غونډو په تالار کې، د پکتیا ولایت سیندیزې حوزې ریاست انجینرانو لخوا د ځمکې لاندې اوبو د بې رحمه مصرف د مخنیوي په موخه کروندګرو ته د کښت ډول ټاکلو په اړه سيمینار وړاندې شو او په یاده برخه کې د ولایتي کمیټې پریکړه لیک له قومي مخورو او کروندګرو سره شریک شو.
 په دغه پریکړه کې راغلي هر کروندګر چې خپلې ځمکې د ژورو څانګو له کټې اخیستنې خړوبوي په خپله ځمکه کې به پنځوس سلنه  غلجات یا صنعتي بوټي، ۵۰ سلنه سابه، ۲۰ سلنه حبوبات او ۵۰ سلنه  بڼونه کښت کوي.
د یادې پریکړې د تر سره کولو لپاره یوه کميته د ولایت مقام د حکم په اساس له سیندیزې حوزې، کرنې او مالدارۍ، کلیو او پراختیا، ښاروالي، پوهنتون، چاپیریال ساتنې او د اوبو رسولو آمریت څخه جوړه شوې، څو یاده ولایتي کمېټه د ځمکې لاندې اوبو څخه د عادلانه، اغېزمنې او اقتصادي کټې اخیستنې په موخه کروندګرو ته د کښت فیصدي وټاکي او د شوې پریکړې له مخې ورته د کښت لارښوونه وکړي.
په غونډه کې د بیلابیلو ادارو مسؤلینو او علماء کرامو د اوبو د کنترول او بيځایه مصرف د مخنیوي په اړه ویناوې وکړې.
دغه راز په جوړه شوې غونډه کې د مرکز اړوند وکیل ګذرانو، له ولسوالیو څخه راغلو قومي مخورو د ولایتي ادارې د پریکړې هر کلی وکړ، یاده پریکړه یې د ټول ولس په خیر وبلله او خوښي یې وښوده، چې د اسلامي امارت مسؤلین په ټولو برخو د دوي غوښتنو ته رسیده ګي کوي او د ولس له اړتیاوو او غوښتنو سره سمې پریکړې کوي، دوي ډاډ ورکړ چې د یادې پریکړې د تطبیق په برخه کې همکار یو او پخپلو سیمو کې به یې د تطبیق په برخه کې هڅې وکړو.
د غونډې په ورستیو کې د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله«صلاح الدین» ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مسؤلین په ټولو برخو کې ولسونو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخو  کې هڅې کوي، او له ولس څخه هم غواړو چې د ملي منافعو د ساتلو په برخه کې له اسلامي امارت سره د تل په څېر همکار پاتې شي، مرستیال والي یاده پریکړه د ولس او هیواد په خیر وبلله او د بدیل کښت د ترویج په برخه کې یې ټینګار وکړ، چې هم یې د اوبو مصرف کم دی او له اقتصادي اړخه هم غوره عاید لري لکه د اینجې، زعفران ، زیرې، غلجاتو او ورته نورو کښتونو ترویجول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت