په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو صادرات په بېساري ډول زیات شوي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۹:۵
په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو صادرات په بېساري ډول زیات شوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن ماښام د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو زیاتوالي په اړه غونډه کې ددې برخې له مسؤولینو سره وکتل.

دغه غونډه چې په ارګ کې ترسره شوه اړوندو بنسټونو د مېوو او سبزیجاتو د تولید او صادراتو د وضعیت او کورنیو او بهرنیو مارکېټونو ته د لاسرسي، ترانسپورټ، بازار موندنې، معیاري بسته بندۍ، د اتحادیو جوړولو او د کروندګرو د کوپراتیفونو په برخو کې خپلې ستونزې بیان کړې.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، د افغانستان حکومت په تېرو دوو کلونو کې د کرنیزو محصولاتو تولید او په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونو ته یې صادرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې. یوازې روان کال له ۱۷ زره ټنو زیاته مېوه او سبزیجات د هوایي دهلېزونو له لارې صادر شوي چې ددې کال تر پایه به دغه کچه درې زره ټنو ته زیاته شي.

د هېواد جمهوررئیس د مسؤولینو د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، د نړیوالو بازارونو د موندو لپاره اساسي کار پیل شوی او لا زیاتې پانګونې ته اړتیا لرو، تر څو د تولید، پروسس او بسته بندۍ معیارونه او صادرات زیات شي. هغه زیاته کړه، تر هغو چې خپل تولیدات په نړیوالو معیارونو برابر نه کړو زموږ صادرات پخپلو پښو نه درېږي او هر څومره چې زموږ تولیدات معیاري شي، صادرات او محصولاتو ته بازار زیاتېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، لا تر اوسه زموږ د هېواد د کرنیزو تولیداتو نقشه معیاري شوې نه ده. هغه زیاته کړه، د کرنیزو تولیداتو د دقیقو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اتحادیو جوړول ضروري دي او باید د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو اتحادیې جوړې شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان حکومت په دوامداره هڅو وکولای شول په سیمه او نړۍ کې د افغانستان کرنیزو تولیداتو ته نوي بازارونه پیدا کړي او د صادراتو د پراختیا او وضعیت لپاره اړتیا ده چې خپله د صادراتو نقشه هم جوړه کړو.

د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د صادراتو بدنامولو په موخه د رقیبانو هڅو ته په اشارې وویل، د تولیداتو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې زموږ پرمختګونه له منفي سیالیو سره هم مخ دي، زموږ سوداګرو ځینې وخت د داسې افرادو او ډلو په اړه هم راپورونه ورکړي چې هڅه کوي زموږ صادراتو ته زیان ورسوي، په دې اړه باید ټول او په ځانګړي ډول امنیتي بنسټونه، ګمرکونه او بندرونه په کنټرول او د صادراتو د چک په پروسو کې لازم دقت او احتیاط وکړي.

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان د جمهوررئیس په توګه یې تل د هېواد کرنیزو محصولاتو ته نوي نړیوال بازارونه پیدا کړي دي، لکه خلیج، سعودي عربستان او امارات چې د افغانستان زعفران اخلي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت