هلمند کې د مالټې بڼونه او حاصلات ډېر شوي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۹ - ۱۱:۵۰
 هلمند کې د مالټې بڼونه او حاصلات ډېر شوي

۹ لړم ۱۳۹۸
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې، په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د سټروسو د کورنۍ «مالټې، نارنج او لیمو» بڼونه او حاصلات ډېر شوې او مخ پر وده روانه ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند خاوره اوبه او هوا د نارنج، مالټې، املوک، لیمو او ناکو پالنې او روزنې ته مناسبه، ده په همدې موخه په پام کې لرو چې د کوکنارو د ښه بدیل په توګه د یادو مېوو بڼونه ځمکوالو ته ور وپېژنو او ترویج یې کړو.»
ښاغلي الکو وویل په دې برخه کې د نمونې په ډول نږدې ۱۰ جریبه ځمکه کې په توافقي ډول د لیمو او مالټو بڼونه جوړ شوي دي چې تر ډېره یې ښه پایله ورکړې ده.
د هغه په خبره د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامې په همکارۍ سږکال هم ددې ولایت په ۲۰ جریبه ځمکه کې د لیمو او مالټو بڼونه جوړ کړي.
د هلمند دکرنې ریاست تمه لري، چې په دې ولایت کې د سټروسو کورنۍ لا ډېر پراخه شي.
د سټروسو د کورنۍ ډېر بڼونه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ددې ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت