هلمند کې د سویابینو حاصلات ۱۵ مټریک ټنو ته ورسېد

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۹/۳۰ - ۱۵:۴۶
هلمند کې د سویابینو حاصلات ۱۵ مټریک ټنو ته ورسېد

۳۰ لېندۍ ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په همکاری ددې ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالۍ پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلي و او د یاد سیمو په شاخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوې وه، چې دا مهال یې د حاصلاتو راټولو لړۍ پای ته ورسېد، چې له دغو کروندو څخه ۱۵ مټریک ټنه سویابین راټول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست لخوا هلمند کې په ۵۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي وه، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړل. څېړنو ښودلې چې هلمند ولایت کې دسویابینو کښت ښه حاصل ورکوي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې هلمند کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دالړۍ نوره هم وغځوی او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت