هلمند کې ترویجي او کرنیز مرکز جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۲:۱۱
هلمند کې ترویجي او کرنیز مرکز جوړېږي

١٠ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ١١ ګڼې مصوبې د پریکړې له مخې د هېواد په څو ولایتونو کې پراخه کرنیز مرکزونه جوړېږي، چې هلمند هم یو له هغه ولایتو څخه دی چې دغه مرکز به پکې ورغول شي.
په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ګډ مسلکي پلاوی، چې په ترکیب کې یې انجنیر محمد مجید رحیمي، متخصص محمدمحسن او انجنیر قدرت الله سادات شامل دي، هلمند ته له رارسېدو سره سم د دې ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج سره ولیدل او د خپل سفر په اړه یې دهلمند د کرنې رییس سره معلومات شریک کړل.
یاد پلاوي وویل، چې هلمند کې په شاخوا زر جریبه ځمکه کې یو ستر کرنیز مرکز رغول کېږي، چې یاد مرکز به د مجهزو ودانیو ترڅنګ د بېلابېلو مېوه لرونکو بڼوڼو او نورو کرنیزو خدماتو د وړاندې کولو په موخه د ګڼو اسانتیاو لرونکی وي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې رییس وویل، داچې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مقام یې په دې ولایت کې د مهمو او بنیادي پروژو د تطبیق په برخه کې وړاندیزونه منلي دي له هڅو او ملاتړ څخه یې مننه او ستاینه کوو او په دې برخه کې یې د هلمند ولایت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوو.
د هلمند د کرنې رییس دغه پروژه ددې ولایت لپاره ډېره اساسي او مهمه وبلل او راغلي پلاوي ته یې د ځمکې د تعین او نورو اړینو اقداماتو د ترسره کولو برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. 
یاد پلاوی به هلمند کې د نوموړي کرنیز مرکز د جوړولو په موخه خپله لومړنۍ سروې او ډیزاین بشپړ  او د وروستیو کړنو په موخه به یې د کرنې وزارت مقام ته وړاندې کړي، چې وروسته به د پلان سره سم د یاد مرکز د رغولو چارې عملآ پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت