هلمندي بڼوال د انګورو بڼونو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې زده کوی

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۳:۳۴
هلمندي بڼوال د انګورو بڼونو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې زده کوی
۲۴ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت بڼوالو ته په فني ډول د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور ښیي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، په دې روزنیزه برنامه کې، بڼوالو ته د سپېرغوږې یا خاکسترک، قرغنه، شیري او نورو ناروغیو او دغه راز د حشراتو د مخنیوي په هکله هر اړخیزې زده کړې ورکول کیږي. ښاغلی الکو وویل، چې ددې ترڅنګ د وقايوي او ترکيبي درملو، يوريا سپري، ژمني غوړيو، لايم سلفر اونورو ترکیبي او وقايوي درملو دجوړول او استعمالولو وختونه بڼوالو ته ښودل کیږي.
د هلمند دکرنې رییس وویل، چې ددې روزنیز پرورګرام موخه د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفیت او کمیت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د هلمند دکرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي هلې ځلې کوی، چې ددې ولایت دودیز کرکېلي ته پرمختللي او عصري بڼه ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت