هرات ولایت کې د زعفرانوګل اتمه جشنواره دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۱:۴۳
هرات ولایت کې د زعفرانوګل اتمه جشنواره دائره شوه

 ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
 د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو د ملي ټولنې په همغږۍد زعفرانوګل اتمه جشنواره دائره شوه.
د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د افغانستان د زعفرانو د کښت، راټولولو، پروسس، بازارموندنې او صادرولو د لارو چارو پېژندل دي.
په دغه جشنواره کې د سلګونو بزګرانو، د زعفرانو د تولید او صادرونکو شرکتونو د استازو سربېره په هرات کې د افغانستان د اسلامي امارت د دولتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.
همدارنګه بزګرانو ته د زعفرانو د اقتصادي ارزښت، بازارموندنې او د کښت د نویو لارو چارو په اړه معلومات ورکړل شو.
 د هرات د کرنې رییس مولوي پیر محمد حلیمي د دغه جشنوارې په ترڅ کې د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتوالي خب ه وکړ او ویې ویل:". زعفران یو له هغو نباتاتو څخه دی، چې د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري، موږ هڅه کوو چې کروندګرو ته د دې بوټي د کرلو او راټولولو سمې لارې چارې ور زده کړو، ترڅو ددې اقتصادي ارزښت لرونکي بوټي د دودولو له لارې د وچکالۍ اغیزې راکمې کړو."

هشتمین جشنواره گل زعفران در ولایت هرات  برگزار گردید
۲۷ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
هشتمین جشنواره گل زعفران از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات با هماهنگی اتحادیه ملی زعفران کاران افغانستان در صحن این اداره برگزار گردید .
هدف از برگزاری این نمایشگاه معرفی روش‌های کاشت، برداشت، پروسس، معرفی، بازاریابی و صادرات زعفران افغانستان به خارج از کشور می‌باشد .
 در این جشنواره بر علاوه اشتراک صدها تن از دهاقین، شرکت‌های تولید کننده و صادر کننده زعفران مسوولان حکومتی امارت اسلامی افغانستان در هرات نیز اشتراک نموده بودند.
 همچنان به دهقانان در مورد ارزش اقتصادی، بازاریابی و روش‌های کشت نوین زعفران معلومات داده شد.
 مولوی پیر محمد حلیمی رئیس ریاست زراعت هرات در جریان این جشنواره از افزایش حاصلات زعفران خبر داده گفت:"از آنجائیکه زعفران یکی از نباتاتی است که در مقابل کم آبی مقاومت داشته در تلاش هستیم روش‌های درست کاشت و برداشت این نبات را به دهقانان آموزشی دهیم تا با ترویج کشت این نبات با ارزش اقتصادی بلند، می‌توانیم تاثیرات خشکسالی‌ را نیز کاهش دهیم".

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت