نورستان کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۱:۲۱
نورستان کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

۱۲ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
  د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز پارون ترڅنګ د واما، وایګل او مندول ولسوالیو پر ۷۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوی دی.
د نورستان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروسې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکي توکي، درې کیلو ګرامه د شوتلو تخم، د داخلي چنجیو ضد درمل او دغه راز د ۹۶ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ، د څارویو د محصولاتو زیاتولی، د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت