ننګرهار کې ۲۲ چکډمونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۲
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ چکډمونه جوړېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ چکډمونه جوړېږي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، په داسې  حال کې چې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، دکرنې وزارت د اوبولګولو رییس مولوي معاذ الله عادل، د کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظيم، د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل او يو شمېر نورو مسئولينو یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت د کوټ په ولسوالی کې د يو چيکډيم د چارو په پرانیستې سره په ۲۲ ولسوالیو کې د چيکډيمونو چارې پيل کړې.
د ننګرهار کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وويل، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله د ځانګړې لورينې له مخې د ننګرهار په کچه  د چيکډيمونو د جوړولو لړۍ پيل شوه، چې په هرې ولسوالۍ کې به يو – يو چيکډيم جوړ شي.
نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د ملي بوديجې له مخې د ۶۶ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د چيکډيمونو جوړولو چارې پيل شوې، چې د يوې مياشتې په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه چې د کوټ ولسوالی د ميترانو سيمې چيکډيم د درې ميليونه افغانيو په مالي لګښت جوړېږي، چې ۲۸ متره پراخوالی، ۳۰ متره اوږدوالی،پنځه متره جګوالی او د ۱۸ زره متره مکعب اوبو زېرمه کولو ظرفيت لري چې پرمټ به يې ۵۰۰ جريبه ځمکه خړوبه شي، همدا راز به د ځمکې د سطحې اوبه زياتې او ور سره به چينې او کاريزونه تاند شي.

د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د ننګرهار ولایت لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت