ننګرهار کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ۳۱۰ ټنه اټکل شوی

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۴۵
ننګرهار کې سږ کال د ځمکني توتانو حاصل ۳۱۰ ټنه اټکل شوی


۲۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست دمعلوماتو په اساس سږ کال په دې ولايت کې د ځمکني توتانو حاصل ۳۱۰ مټریک ټنه اټکل شوی دی.
 دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چي ځمکني توتان د کوکنارو ښه بديل دی او د کر پراختيا په موخه يې هڅې کوي.
ښاغلي محمد وایې ځمکني توتان اوسمهال د ننګرهار په سرخ رود، خوږياڼو او دره نور ولسواليو کې پر ۱۷۵ جریبه ځمکه  کرل شوي دي.
تېر کال په ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه کرل شوې وه، چې ۲۶۲.۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړي وه.
بل لورته د ځمکني توتانو پلورونکي وايي، چې د ځمکني توتانو اخیستونکي او مینوال ډېر شوی او هره ورځ په کافي اندازه ځمکني توتان پلوري، چې ترې ښه عاید ترلاسه کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا د افغانستان بانک ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰
Background image

دبلخ کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو چارې روانې دي

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د چارې پیل شوي، چې رغنیزې چارې به یې ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه جومات د بلخ ولایت د. . .

بازگشت