لوګر کې د کچالو راټولونې فصل؛ سږکال یې حاصلات ښه دي

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۸:۳۷
لوګر کې د کچالو راټولونې فصل؛ سږکال یې حاصلات ښه دي

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن
لوګر د کابل په سوېل کې، ښایي کابل ته یوازنۍ نږدې ولایت وي، چې کولی شي له پلازمېنې سره د خپل نږدېوالي او ګاونډیتوب تر ټولو زیاته ګټه پورته کړي.
د لوګر ولایت؛ د نورو ډېرو ولایتونو په پرتله دکرکېلې لپاره مناسبه چاپېریال، اوبه او هوا لري. په وروستیو کالو کې ددې ولایت بزګران او اوسیدونوکو، د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د پراخو بدلونونو شاهدان دي. دا بدلونونه ددې لامل شوې، ترڅو د لوګر اوسیدونکي او بزګران د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ نويو لارو چارو سره بلد شي او دا زده کړي، چې څنګه له خپلو حاصلاتو ښه عواید تر لاسه کړي.
لوګر له هغو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې په پراخه کچه بېلابېل کرنیز توکي په بېلا بېلو فصلونو او وختونو کې ترې راټولېږي او د خرڅلاو لپاره د هېواد مارکټونو او لویو بازارونو ته وړاندې کېږي.
د یادو محصولاتو له ډلې یو هم کچالو دی، چې د لوګر ولایت په ډېرو ولسوالیو کې په زیاته پیمانه کرل کېږي او اوس یې د راټولونې فصل پیل شوی دی.
د لوګر ولایت د کچالو حاصلات د پلازمېنې کابل ترڅنګ له هېواده بهر هم صادرېږي.
لوګر کې پیاز، کچالو، رومیان او نورې ترکارۍ ترټولو مهم کرنیز محصولات ګڼل کېږي، چې ډېری کروندګر یې په خپلو سیمو او کروندو کې د کچالو په کرکېله د ژوند شپې او ورځې تېره وي.
کچالو د لوګر ولایت یو له خورا مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي، چې په دې وروستیو کالونو کې، د کچالو کښت په دې ولایت کې ښه وده کړې، چې د غوره ابو او هوا په درلودلو سره یې کچالو ځانګړې کیفیت او خوند هم لري.
 په دې ولایت کې هر کال په زرګونه ټنه غنم، جوار، لوبیا، اوربشې، پیاز، کچالو، رومیان ډول ډول سابه او نور تولیدېږي.
د لوګر ولایت مرکز پل‎‌علم او برکي برک د لوګر ولایت نور سیمو ته په کتو هغه سیمې دي، چې د کچالو زیاته کرکېله پکې کېږي او له یادو سیمو څخه په زیاته اندازه کچالو راټول او د پېر او پلور لپاره ځانګړې مارکېټونو او بازارونو ته وړل کېږي.
 د کچالو کروندو د تولیداتو د راټولو او پلورلو په درشل کې د سیمې کروندګر هم له خپلو کرل شویو محصولاتو له ښې ودې خوښ ښکاري او وایي، چې ډېر زیار ګلل یې د کرنې اړینې لارې چارې سمې کړي دي.
محمد یعقوب د لوګر مرکز پادخواب شانه سیمه کې د ۱۲ جریبه ځمکې څښتن او کروندګر دی، چې په یاده کرونده کې یې د نورو کرنیزو محصولاتو ترڅنګ کچالو هم کرلي دي. نموړی خوښ دی، چې کمې ځمکې یې زیات حاصلات ورکړي دي. هغه وایي، چې د کرنې سمو لارو چارو یې که څه هم بدلونونه راوستي خو د اوبو او اصلاح شویو تخمونو کمښت یې هغه ستونزې دي، چې د کرنې لپاره یې سرخوږی ورته جوړ کړی دی.
د لوګر ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، که څه هم د کروندګرو د اوبو ستونزې په ټوله کې عمومي ده خو د کچالو د  پراختیا په پار یې ګڼې برنامې او پرګرامونه هم پلي کړي دي، چې یوازې تېر ۱۳۹۹ یم کال د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کچالو ۱۴۱ زېرمتونونه هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې جوړ کړي دي،  چې په جوړېدو سره یې د حاصلاتو د خوسا کېدو مخه نیول شوي او د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم شوي دي.
 دغه راز سږ کال هم په پلان کې ده چې ۲۰ ورته پروژې د کرنې او خوړو خودیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» له لارې جوړې شي.
د یاد ریاست د چاروکو په وینا د کچالو د ناروغیو د کنټرول په پار عامه پوهاوی، ۳ تجروبوي ننداریزې کروندې د کرنې ریاست او ۲۴ ننداریزې کروندې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» او د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» په همکارۍ هم جوړې شوي دي.
 دغه راز د کرنې ریاست د کچالو کروندو ډېرېدل د سړو خونو جوړول او د کروندګرو ډېر پام یادوي چې  ورځ تر بلې د خلکو علاقه د یاد محصول کرلو لپاره مخ په زیاتېدو ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست د ۱۳۹۹یم کال شمېرې ښیي چې د لوګر ولایت په یو زرو ۴۵۵ ځمکه د کچالو کښت شوی وه چې له هر هکتاره ۱۶ ټنه چې په ټوله کې ۲۳زره او ۲۸۰ ټنه حاصل کیږي راټول شوي وو خو سږ کال د کرنې ریاست د چارواکو د مالوماتو له مخې په حاصلاتو کې زیاتوالی لیدل کېږي.
شاه ولي د لوګر ولایت د کلنګار د سیمې یو تن کروندګر دی، چې ۲۳ جریبه ځمکه لري او د عمر زیاته برخه یې په بزګرۍ کې تېره کړې ده. هغه وایي چې د سړې خونې په جوړېدو سره د مناسب زېرمتون څښتن شوی دی، چې سږ کال یې تر دې مهاله له دوه جریبه ځمکې څخه شاوخوا یوزر او ۲۰۰منه کچالو راټول کړي دي.
شاه ولي د کرنې وزارت څخه د کچالو د پراختیا په برخه کې د اصلاح شویو تخمونو او د نارغیو او افاتونو د کنټرول لپاره د درملو غوښتونکی دی تر څو وکولای شي له دې لارې له خپلې ځمکې څخه ښه حاصل لاسته راوړي.
د یادونې وړ ده، چې د کچالو کښت او تولید، د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ  وزارت په ملاتړ، په دې وروستیو کالونو کې په هېواد کې ښه وده کړې  او  ډېری بزګران د کچالو کښت ته هڅېدلي دي.
په هېواد کې د کچالو لوی تولیدونکی ولایت بامیان ګڼل دی، چې کچالو یې د هېواد په بازارونو کې خورا ډېر مشهور او زیات پېرودنکي لري ورپسې دوهم میدان وردګ، تخار، بغلان، بدخشان، ننګرهار، لوګر او نور ولایتونه دي، چې په زیاته اندازه د کچالو کرکېله او تولیدات پکې کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا ونو د تکثیر او کرنې له لارې د شنو سرچینو پیاوړتیا ته نوی ګام 

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، صنعت، ځنګلاتي ونو، بوټو او شنو سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپل درېیم فارم په قوریه کې د پالونیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

د بغلان دو ولسوالیو کې پر ۱۹۰۰ بزګرانو د غنمو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د بغلان دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د وطن مؤسسې په تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۱۳
Background image

لغمان کې له ۳۰ بې‌وزلو کورنیو سره د شېدو غواګانو مرسته وشوه

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د «اې.بۍ.ام» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د الیشنګ. . .

بازگشت