لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۳:۵۰
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې 

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د  لوګر ولایت د کرنې رییس او د تخنیکي پلاوي غړي مشر مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې، د ځانګړې محکمې قاضي مولوی انور مدثر او د امارت د قضایاوو آمر مولوی شفیع الله  شاهین یې ملتیا کوله د لوګر ولایت مرکز اړوند وزیر کلا سیمې ته سفر وکړ.
 ددې سفر موخه په دې سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول ودي، چې په ترڅ کې یې د وزیر کلا اړوند ۱۶۰۰ جریبه ځمکې موضوع باندې خبرې وشوې.
باید وویل شي، چې لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا دکرنې ریاست: د راضۍ لوی ریاست پلاوی د فیروز خېلو سیمې له کورونو څخه لیدنه وکړه

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست لخوا پلاوی د پکتيا ولايت احمد آباد ولسوالی د فیروز خېلو سيمې له کورونو او جايدادونو څخه ليدنه وکړه.
د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له چارواکو سره وکتل

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوی صدراعظم عثماني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۰
Background image

خوست کې د کیلې ونو په وده او حاصل کې ښه پایله ورکړې ده

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو الګو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي،. . .

بازگشت