زابل کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۰:۴۰
زابل کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت شهر صفا ولسوالی د شوخک کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې پیل  کړي دي.
د زابل دکرنې رییس مولوی عطاءالله وویل، چې دغه چکډم د کرنې وزارت له بودیجې څخه د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي.
 د زابل دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد چکډم په جوړیدو خوښي وښوده او د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د بزګرانو کروندو ته پر وخت او کافي اوبه رسول، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۴:۳
Background image

ننګرهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري او ننګرهار والي له لوري له کډوالۍ  راستنو شويو هېوادوالو سره د مرستو د وېش بهیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۳۵
Background image

د میدان وردګو ولایت په څلورو ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې ارزونیز سفر ترسره شو

۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت په جلریز، نرخ، سیداباد او چک ولسوالیو کې د «سي‌اراس» مؤسسې مسؤلو کسانو ارزونیز او معلوماتي سفر ترسره کړ.
یاد پلاوي د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

بازگشت