د کندهار په ارغستان کې د ۴۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۰ پروژې پلي شوي دي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۱ - ۱۱:۲۰
د کندهار په ارغستان کې د ۴۳ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۸۰ پروژې پلي شوي دي

۳۱ زمری ۱۳۹۸
د کندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبومهارولو او د خاوري د تخریب د مخنیوی په برخه کې د ۴۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي شوي دي. دغه پروژې د کرنې وزارت د پراختیایي پروژې او ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» پرمټ پلي شوي دي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې د ارغستان ولسوالۍ د خلکو په غوښته په تېرو دوو کلونو «۲۰۱۸ او ۲۰۱۹» کې ددې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د اوبو مهارولو او دخاورې د تخریب د مخنوی په برخه کې ۸۰ پروژې پلي شوي دي. ښاغلي سیدي وویل: «د ارغستان ولسوالۍ د کندهار په سطحه د انارو مشهور ولسوالۍ دی، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۶۰ کاریزونه شتون لري، خو د وروستیو وچکالیو له امله ګڼ شمېر کاریزونه یې وچ شوي دي او خلک د اوبو له کموالي سره لاس او ګریوان وو، د ولسمشر په فرمان او ددې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه په تېرو دوو کلونو کې ددې ولایت د کرنې په برخه کې انقلاب رامنځته شو او د اوبو د مهارولو په برخه کې ۸۰ پروژې پلي شول.» د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي وویل، چې په دغو پلي شویو پروژو کې «درې سربندونه، ۴۴ کوچني کانګړېټي چکډمونه، ۳۱ د اوبو زېرمه کولو خاورین حوزونه او دوه ژورې څاګانې کېندل شامل دي، چې له دغو پلي شویو پروژو څخه ددې ولسوالۍ کابو ۱۰ زره اوسیدونکي ګټه پورته کوي
د ښاغلي سیدي په خبره ددې ولسوالۍ د کرنې د ودې په موخه په نږدې راتلونکې کې په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي کیږي. د هغه په خبره د یادو پروژو په پلي کولو سره ددې ولسوالۍ د بزګرانو ډېرې ستونزې هوارې شوي دي او د نوی پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د ارغستان برخمن شوي بزګران او کورنۍ د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوی. هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل شوي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.
د دغو پروژو په پلي کولو سره د ارغستان ولسوالۍ د بزګرانو یوشمېر شته ستونزې هوارې شوي دي او ددې ترڅنګ به د بزګرانو اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت