د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میوند ولسوالیو ۱۱۰ تنه د انګورو بڼوالو ته د انګورو د بڼونو د ظرفیت، کیفیت او حاصلاتو لوړولو په موخه اړین توکي ووېشل شول.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هر بڼوال ته ۵۰ کیلو سپینه سره، ۲۵ کیلو پوټاشیم سلفیټ، د لایم سلفر د جوړولو لپاره یو کیلو چونه (آهاک)، دوه کیلو سلفر او یوه برقي (الکترونیکي) د درمل شیندنې ډبه ورکول شوه، ترڅو د بڼونو حاصلات او کیفیت لوړ شي.
د چارواکو په وینا، د مرستې تر څنګ یادو بڼوالو لپاره د انګورو د سمې روزنې او د ورکړل شویو توکو د اغېزمن استعمال په موخه یو ورځنی عملي او نظري روزنیز پروګرام هم ترسره شو، چې په کې بڼوال د انګورو د عصري او نويو کرنیزو میتودونو سره بلد شول.
د دې مرستې موخه د بزګرانو مالي ملاتړ، د انګورو د حاصلاتو او کیفیت لوړول او د بڼونو روزنه په معیاري ډول ترسره کول دي، تر څو بزګران د عصري کرنې له نويو لارو چارو څخه ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د انګورو د حاصلاتو زیاتوالي او د بڼوالو د علمي سویې لوړولو لپاره هڅې روانې ساتلې، ترڅو بزګران په مسلکي توګه وروزل شي او کرنیز تولیدات یې زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۸:۳۴
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ایران له سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۲۰
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو د ۵۰ بڼونو د جوړولو لپاره هر اړخیزه سروې ترسره شوه

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د تڼیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت کارکوونکو، د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۹
Background image

پکتیا؛ د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلالګو کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د کلالګو په سیمه کې د اوبولګولو د شبکې (کاریز او کانال) ودانیزې چارې بشپړې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

بازگشت