د کرنې په برخه کې د تحصیلي بورسیو د زیاتوالي په پار د هند مرستیال سفیر سره د کرنې وزیر کتنه

content_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۰:۵
د کرنې په برخه کې د تحصیلي بورسیو د زیاتوالي په پار د هند مرستیال سفیر سره د کرنې وزیر کتنه

۲چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په کابل کې د هند مرستیال سفیر راغورام اس سره، د افغانستان د کرنې په برخه کې د مرستو په پار خبرې وکړې.
د کرنې وزیر په دې کتنه کې د هندمرستیال سفیر څخه وغوښتل، چې د کرنې اوړندو رشتو کې د متخصصینو د روزنې په پار له ډلې د بڼوالۍ په برخه کې بورسیې ځانګړې کړي.
په کابل کې د هند مرستیال سفیر راغورام اس وویل، هېواد یې علاقه لري، چې افغان زده کړیالانو ته د بورسیو ورکولو ترڅنګ، د کندهار پوهنتون د کرنې د برخې ملاتړ هم وکړي او وړتیایې لوړ کړي. هغه دغه راز وویل، چې په افغانستان کې اوس هم هند دکرنې سکټور دملاتړ په برخه کې پروژې لري، چې له نورو وزارتونو سره عقد شوي دي.
د کرنې وزیر وویل، چې د کرنې اړوند پروژې دې له دې وروسته د افغانستان د کرنې وزارت سره په همغږۍ پلي شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت