د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لخوا په ننګرهار ولایت کې د استرداد شويو ځمکو سروې پيل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۴:۸

۳ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا کابل ولایت څخه وروسته ننګرهار دویم ولایت دی چې د امارتي ځمکو د سروې چارې پکې پیل شوې.
یاده ځمکه چې د ننګرهار ولایت د هسکې مينې او کوټ ولسوالېيو تر منځ په دوه قطعو کې پرته ده چې ټوليزه کچه يې ۸۷ زره جريبه اټکل شوې چې د غصب شویو ځمکو د مخنيوي کمیسیون له لورې استرداد شوې ده.
د استرداد شويو ځمکو د سروې او د دغه کار د ښه همغږۍ په موخه د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون او مل پلاوی يې ننګرهار ولایت ته ولاړل.
د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس ننګرهار ولایت ته په رسېدو د د ننګرهار ولایت د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او د دغه څانګې کارکونکو  په ګډه سره نوموړي سیمې ته تللي او د يادې ځمکې د سروې چارې پیل کړې.
د یادونې وړ ده چې د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو د هسکې مېنې او کوټ ولسوالېيو له ديني عالمانو، قومي مشران او د کلي يو شمېر مخورو سره د دغو ځمکو د سروې او د دغه ملي پروژې د ارزښت په اړه هم خبرې کړي دي.
په پای کې د ننګرهار ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د افغانستان د اسلامي امارت د دغه ملي پروژې ستاينه وکړه او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له مسوولينو سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت