د کرنې وزارت د غلو دانو رییس د غنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۱:۳۳
د کرنې وزارت د غلو دانو رییس د غنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

١١ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٩جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس محمد اکبر وزیري، دغنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا، د خوراکي توکو د ضایعاتو او په سیمه کې د ضایعاتو د استراتيژيو په نړیوال کنفرانس کې، چې د ترکیې په هېواد کې دائره شوې ده د کرنې وزارت په استازیتوب ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د ترکیې په انکارا ښار کې د خوړو خوندیتوب د اسلامي ادارې (آي،او،اف اس) د دفتر له لارې جوړه شوې ده، چې په دې کنفرانس کې د بنګله دېش، قزاقستان، تاجکستان، مراکش، پاکستان، قطر، ترکیې، تونس او مصر استازو ګډون لري.
دغه کنفرانس د نومبر په ۲۹مه په سیمه کې د غنمو او وریجو د ځنځیري ارزښت د پراختیا پر تنظیمولو، د خوراکي توکو د ضایعاتو د کمولو او په سیمه کې د ضایعاتو د استراتیژیو پر تګلارو د خبرو اترو لپاره جوړه شوې او ټاکل شوې، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به دوام وکړي.

رئیس غله جات وزارت زراعت در کنفرانس بین الملی توسعه زنجیره ارزش گندم و برنج اشتراک کرد
۱۱ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
محمد اکبر وزیری رئیس توسعه غله جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به نماینده‌گی از این وزارت در کنفرانس بین الملی، که پیرامون توسعه زنجیره ارزش گندم و برنج، تلفات مواد غذایی، استراتیژی‌های ضایعات در منطقه، که کشور ترکیه برگزار گردیده اشتراک کرد.
این کنفرانس  در شهر انکارا کشور ترکیه از طریق دفتر سازمان اسلامی برای امنیت غذای (IOFS) دایر گردیده و ‌نماینده‌گان کشورهای بنگلادشی، قزاقستان، تاجیکستان، موراکو، پاکستان، قطر، ترکیه، تونس و مصر  در این کنفرانس اشتراک کردند.
کنفرانس متذکره  بتاریخ ۲۹ نوامبر  به  هدف بحث روی چگونگی تنظیم زنجیره ارزش گندم و برنج، کاهش تلفات مواد غذایی  و استراتیژی‌های ضایعات در منطقه دایر گردید و قرار است تا چند روز آینده جریان داشته باشد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت