د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس د لغمان د کرنې رییس او دفارمونو له چارواکو سره ناسته وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۱۰
رئیس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت با رئیس زراعت ولایت لغمان و مسئولان فارم‌ها نشست برگزار کرد

۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی، چې مشري یې د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني کوله، لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په حضور کې د چرګانو فارم‌لرونکو او کرنیزو اتحادیو له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني وویل، چې د دوی د سفر موخه په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د فعالیتونو ارزونه، د ستونزو او غوښتنو له نږدې اورېدل او د حل لپاره یې لازم اقدامات کول دي. 
ورپسې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد پلاوي هرکلی وکړ او د هغوی له هڅو یې مننه وکړه. نوموړي د خصوصي سکتور رول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم وباله او کاروباریان یې خپلو فعالیتونو ته لا زیاتې پاملرنې ته وهڅول.
نوموړي همدارنګه د چرګانو فارم‌لرونکو یو شمېر ستونزې له پلاوي سره شریکې کړې او اړوندو کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه، څو له پلاوي سره بشپړه همکاري وکړي.
په ورته مهال، د لغمان د چرګانو د فارمدارۍ مسؤلینو د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او خپلې ستونزې او غوښتنې یې له پلاوي سره شریکې کړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

د ازبکستان له چارواکو سره د کرنې وزیر لیدنه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري د ازبکستان د اندیجان ولایت له والي عبدالرحمنوف شخرتک، په کابل کې د ازبکستان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې ۴۷ راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د ستاسو غږ مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د کوز کونړ ولسوالی ۴۷ راستنو شوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس د چرګانو سکټور د تنظیم او همغږۍ په موخه د اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

۲۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د دې ولایت د چرګانو اتحادیې له غړو او اړوندو کاروباریانو سره ناسته. . .

بازگشت