د کرنې وزارت د اوبولگولو او طبيعي سرچينو مرستيال تېر مالي کال پکتيکا کې ۲۹۰ پروژې پلي شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۰ - ۱۰:۴۰
د کرنې وزارت د اوبولگولو او طبيعي سرچينو مرستيال تېر مالي کال پکتيکا کې ۲۹۰ پروژې پلي شوي دي

۲۰ سلواغه ۱۳۹۹
د پکتيکا ولايت يو شمېر استازو او بزګرانو د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري سره په کتنه کې په دې ولايت کې د کرنې وزارت کړنې او فعاليتونه وستايل او د کرنې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.
په لیدنه کې په ولسي جرګه کې د پکتيکا د خلکو په استازيتوب نادرخان کټوازی، د ياد ولايت د سيمه ييزو شوراګانو رييسانو او د بزګرانو استازو خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، د پکتیکا ولایت استازی نادر خان کټوازی په دې ولایت کې د کرنې وزارت له فعالیتونو ‏په ځانګړي ډول د سړو خونو او زېرمتونونو له جوړولو مننه  وکړه او وویل، چې پکتیکا یو له هغو ‏ولایتونو څخه ده، چې هر ډول کرنیز نبات او بېلابېلې میوې په کې ښه پایله ورکوي. هغه ددې ولایت د کرنې سکټور ته د زياتې پاملرنې او د بزګرانو ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د بزګرانو په استازیتوب حاجي محمد شریف د کرنې وزارت له فعالیتونو مننه وکړه او وویل، ‏چې د کرنې وزارت له خوا زېرمتونونه او سړې خونې په معیاري ډول جوړې شوي دي او زموږ د ‏کرنیزو چارو د پراختیا لپاره غوره ګام اخیستل شوی دی، نوموړی د  وزارت له رهبرۍ څخه د لا ډېرو ‏خدماتو غوښتنه وکړه.‏
 په همدې حال کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل  پکتیکا ولایت کې د ‏زېرمتونو او سړو خونو چارې په ښه توګه او پر وخت ترسره شوي. ښاغلي غفوري زیاته کړه تېر  مالي کال پکتيکا کې ۲۹۰ ‏‏پروژې پلې شوې او په راتلونکي کې به هم نورې ګټورې پروژې په پام کې ونيول شي.
ښاغلي ‏غفوري وويل هيله ده چې بزګران له جوړو شويو خونو څخه  د کومې موخې لپاره چې جوړې شوي دي ګټه پورته  او پوره ساتنه يې وشي.‏
د یادونې وړ ده، چې په پکیتکا ولایت کې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو د پروژې له خوا د پیازو ‏‏۵۰ او د کچالو ۸۰ زېرمتونونه جوړ شوي دي او همدارنګه د مڼو ۳۳ سړې خونې او ۵۰ مميزخونې ‏رغول شوي دي. ددې ترڅنګ د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختيا سکټوري پروژې (‏HVCDSP‏) له ‏خوا د پیازو ۲۴ او د کچالو ۱۷ زېرمتونونه او اته مميز خونې جوړې شوي دي او پر يوشمېر بزګرانو د مېوو او سبو ۲۸لمريز وچوونکي دستګاوې هم وېشل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت