د کرنې وزارت: تر راتلونکو شپږو کلونو پورې یو میلیون جریبه عصري بڼونه جوړوو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۴:۵۸
د کرنې وزارت: تر راتلونکو شپږو کلونو پورې یو میلیون جریبه عصري بڼونه جوړوو

۲۷ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وازارت په انګړ کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د تازه مېوو د نندارتون په پرانیست غونډه کې اعلان وکړ، یاد وزارت په پام کې لري، چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې یو میلیون جریبه مډرن او عصري بڼونه جوړ کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ددې نندارتون په پرانیستونکي وینا کې وویل، د وروستیو کلونو په ترڅ کې کڼ شمېر نوي بڼونه احداث شوي دي او له دې سره سره د کرنې وزارت په پام کې لري، چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې یو میلیون جریبه نور بڼونه هم جوړ کړي. هغه وویل: «بڼوالي د کرنې زړه ده، په دې برخه کې د دولت یوه اسټراټژیکه موخه داده، چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې په کابو یو میلیون جریبه ځمکه کې د انارو، انګور، زردالو، شفتالو، انځر او یوشمېر نورو ارزښت لرونکو مېوو نوي سوداګریز بڼونه جوړ کړي
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وایي، چې د بڼوالۍ په عصري او مډرنو سیسټومونو سره نوی بڼونه جوړول ډېر حاصل او ښه کیفیت لرونکي دي. هغه زیاته کړه، چې د بڼوالۍ له نوی سیسټومونو څخه ګټه پورته کول د حاصلاتو کچه لس چنده زیاتوی. ښاغلی غفوري وویل: «افغانستان د بڼوالۍ په برخه کې یو هم سفر پیل کړی او کوم نوښتونه چې تر سره شوي دي په کې متراکم، نیمه متراکم بڼونه جوړول او د چیله بندی سیسټمونه شامل دي دغه نوښتونه ددې لامل شوي، چې د دودیزې بڼوالۍ په پرتله د هربڼ محصول هم زیات او هم کیفیت یې ښه شي
په ورته وخت کې حشمت الله غفوري وویل، چې سږکال د بڼونو د حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله کابو ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي. د هغه په خبره، له نوي سیسټومونو څخه ګټه پورته کول او د یوشمېر بڼونو عصري کول او همداراز ورښتونه ددې لامل شوي، چې د بڼوالۍ محصولات ډېر شي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د تازه مېوو نندارتون ته په شارې سره وویل: «نننۍ نندارتون، د افغانستان د تازه مېوو نندارتون دی، چې د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې ده. نندارتونونه تل د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازارموندنې یو ښه فرصت دی
حشمت الله غفوري وویل، چې د کرنې وزارت په کور دننه او له هېواده بهر د کرنیزو محصولاتو نندارتونونو جوړولو ته ادامه ورکوی تر څو د هغه په خبره د افغانستان د بزګرانو تولیدات د نړۍ لرو پرتو هېوادونو ته هم ورسیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت